ads

نفوذي طالبانو په غزني كې د سيمه ييزې اردو ۲۵ سرتېري وژلي

د ملي دفاع وزارت په غزني كې د دولت د وسله والو مخالفينو د نفوذي بريد په ترڅ كې د سيمه ييزې اردو د نهو سرتېرو د وژل كېدو خبر وركوي. دا وزارت وايي، د غزني په قره باغ ولسوالۍ كې تېره شپه د دښمن نفوذي كسانو ياد سرتېري ووژل. د سرچينې په وينا، په […]

نویسنده: hewadpal
23 لیندۍ 1398
نفوذي طالبانو په غزني كې د سيمه ييزې اردو ۲۵ سرتېري وژلي

د ملي دفاع وزارت په غزني كې د دولت د وسله والو مخالفينو د نفوذي بريد په ترڅ كې د سيمه ييزې اردو د نهو سرتېرو د وژل كېدو خبر وركوي.
دا وزارت وايي، د غزني په قره باغ ولسوالۍ كې تېره شپه د دښمن نفوذي كسانو ياد سرتېري ووژل.
د سرچينې په وينا، په دې تړاو څېړنې روانې دي.
د قره باغ ولسوال غلام حبيب ځيرك بيا رسنيو ته ويلي، دغه بريد د وسله والو طالبانو اوو نفوذي كسانو كړى، چې له كبله يې ۲۵ افغان سرتېري وژل شوي دي.
خو طالبانو د غزني په قره باغ ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو پر يوې قرارګاه د بريد، د هغې د نيولو او د سيمه ييزې اردو د ۳۲ سرتېرو د وژلو ادعا كړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA