ads

خليلزاد له پاكستاني چارواكو سره پر افغان سولې بهير وغږېد

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د جمعې په ورځ پاكستان ته د سفر په مهال د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي، لوى درستيز قمر جاوېد باجوه او ځينو نورو چارواكو سره وليدل. په اسلام اباد كې د امريكا سفارت د […]

نویسنده: hewadpal
23 لیندۍ 1398
خليلزاد له پاكستاني چارواكو سره پر افغان سولې بهير وغږېد

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د جمعې په ورځ پاكستان ته د سفر په مهال د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي، لوى درستيز قمر جاوېد باجوه او ځينو نورو چارواكو سره وليدل.
په اسلام اباد كې د امريكا سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې خليلزاد په دې ليدنو كې د متحدو ايالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو د وضعيت په اړه بحثونه وكړل.
د سرچينې په وينا، د امريكا ياد ځانګړي استازي په افغانستان كې د تاوتريخوالي كمېدو، اوربند ټينګېدو او د بين الافغاني مذاكراتو د برياليتوب په برخو كې د پاكستان ملاتړ وستايه.
بل پلو خليلزاد پر اقتصادي او امنيتي ګټو، چې د سولې بهير د بريا په صورت كې ترلاسه كېږي، ټينګار وكړ.
نوموړي اسلام اباد ته وروسته هغې سفر وكړ، چې په قطر كې د امريكايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې د لنډې مودې لپاره وځنډېدې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA