امنيتي چارواکي د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ماين جوړولو د يوه مركز د له منځه وړلو خبر ورکوي.
له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ملي اردو ځواکونو د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ماين جوړولو يو مركز كشف كړى او له منځه يې وړى دى.
سرچينې زياته کړې، چې افغان ځواكونو په ياد مركز كې ۱۲ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، درې بنډله سانيه سوز، ۱۱ د ماين ريموټونه، څلور فيره د راکټ مرمۍ، يو ميل پيکا او ۹۰ عدده نور بېلابېل ډوله مهمات ترلاسه کړي دي.