ads

په كندهار او زابل ولايتونو كې ۱۷ وسله وال ووژل شول

په كندهار او زابل ولايتونو كې د يوه قوماندان په ګډون د دولت ۱۷ وسله وال مخالفين وژل شوي دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له كبله د خطيب په نوم د […]

نویسنده: hewadpal
22 لیندۍ 1398
په كندهار او زابل ولايتونو كې ۱۷ وسله وال ووژل شول

په كندهار او زابل ولايتونو كې د يوه قوماندان په ګډون د دولت ۱۷ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له كبله د خطيب په نوم د يوه قوماندان په ګډون د دولت څلور وسله وال مخالفين ووژل شول.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د زابل په شهر صفا ولسوالۍ كې بيا د هوايي بريدونو په پايله کې ۱۳ تنه وسله وال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د يادو بريدونو په ترڅ كې د وسله والو زيات شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
د دولت كومې مخالفې وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA