ډاکټر موراکامي د ډاكټر تېستو ناكامورا پر ځاى د PMS جاپانۍ خيريه موسسې د نوي مشر په توګه ټاكل شوى دى.
دې موسسې ويلي، چې ډاكټر موراكامي به د ډاکټر ناکامورا نيمګړى ماموريت بشپړ کړي.
ډاكټر ناكامورا څه موده وړاندې د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې په وسله وال بريد كې له خپلو پنځو همكارانو سره ووژل او وروسته يې مړى جاپان ته ولېږدول شو.
د نوموړي د وژلو مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
تازه جاپاني رسنۍ وايي، د وژل شوي جاپاني الاصله افغان ډاکټر تېتسو ناکامورا د ايرو يوه برخه به د هغه له وصيت سره سم په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي.