د غزني ولايتي چارواكي وايي، نن سهار شاوخوا نهه بجې په دغه ولايت كې د وسله والو طالبانو له لوري د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې ۱۶ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، د ملكي وګړو يو فلاينكوچ ډوله موټر له دايكندي نه د غزني مركز ته پر لاره و، چې د جغتو ولسوالۍ او غزني ښار د لارې په اوږدو كې پرې د ماين چاودنه وشوه.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه كې د څلورو ښځو او يوه ماشوم په ګډون ۱۰ ملكي كسان وژل شوي او د درېيو ښځو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د يادې چاودنې په تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


