ads

محب: له جنايتكارانو سره بايد جدي چلند وشي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، له هغو جنايتكارانو سره بايد جدي چلند وشي، چې عمومي نظم ګډوډوي او د خلکو په منځ کې وېره خپروي. نوموړي دا خبره د ده په مشرۍ د امنيتي سكټور د رهبرۍ په جوړه شوې غونډه كې وكړه. د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه […]

نویسنده: hewadpal
22 لیندۍ 1398
محب: له جنايتكارانو سره بايد جدي چلند وشي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، له هغو جنايتكارانو سره بايد جدي چلند وشي، چې عمومي نظم ګډوډوي او د خلکو په منځ کې وېره خپروي.
نوموړي دا خبره د ده په مشرۍ د امنيتي سكټور د رهبرۍ په جوړه شوې غونډه كې وكړه.
د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، محب د هېواد امنيتي ارګانونو ته دنده وسپارله، چې د عدلي او قضايي کارکوونکو د امنيت د ټينګښت لپاره جدي اقدامات تر لاس لاندې ونيسي.
په غونډه كې د ملي امنيت سلاكار د حکومت او خلکو ترمنځ پر لا نېږدېوالي او ګډې همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره دې واليانو او ولسوالانو ته لارښوونه وکړي، چې د خلکو مشروع او قانوني غوښتنو ته په وخت رسېدنه وشي.
د غونډې په مهال امنيتي راپور وړاندې شو او د هېواد پر عمومي وضعيت په ځانګړې توګه د شمال او شمال ختيځ پر امنيتي حالت بحث وشو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA