ads

د کابل – جلال اباد پر لويه لار ټرافيكي پېښې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل – جلال اباد پر لويه لار د لغمان د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو كې ټرافيكي پېښې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د لغمان د ټرافيکو مدير سمونمل عبدالمتين وايي، تېر مازديګر شاوخوا درې بجې د قرغيو ولسوالۍ په مشعلې کمر سيمه کې د يوه مرسيډيز ‌‌‌‌‌‌ډوله مسافر وړونکي موټر او د […]

نویسنده: hewadpal
22 لیندۍ 1398
د کابل – جلال اباد پر لويه لار ټرافيكي پېښې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل – جلال اباد پر لويه لار د لغمان د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو كې ټرافيكي پېښې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د لغمان د ټرافيکو مدير سمونمل عبدالمتين وايي، تېر مازديګر شاوخوا درې بجې د قرغيو ولسوالۍ په مشعلې کمر سيمه کې د يوه مرسيډيز ‌‌‌‌‌‌ډوله مسافر وړونکي موټر او د تېلو د يوه ټانکر ترمنځ ټکر شوی دی.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
عبدالمتين د دغې ټرافيكي پېښې علت د موټر چلوونكو بې احتياطي وبلله.
د کابل – جلال اباد پر لويه لار ډېرى ټرافيکي پېښې د موټرونو د ګړندي تګ او د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له کبله رامنځته کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA