د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون نن د ټاكنيز بحران د حل لپاره د بېلابېلو خواوو په ګډون مشورتي غونډه وكړه.
د ياد كمېسيون مشرې زهرې بيان شينوارې د دې غونډې هدف له ټاكنيز بحرانه وتل او د خلكو انتظار پاى ته رسول وبلل.
هغې له ټاكنيزو ډلو وغوښتل، ټاكنيز كمېسيونونه دې پرېږدي، چې خپلې دندې له قانون سره سمې مخته يوسي.
بل پلو د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون منشي او وياند محمد قاسم الياسي وويل، كه دا ځل ټاكنې بحراني شي، د جمهوريت او ډيموكراټيك نظام فاتحه بايد واخيستل شي.
نوموړي له ټاكنيزو لورو غوښتنه وكړه، چې د خلكو رايو ته درناوى وكړي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د ټاكنو خپلواك كمېسيون هم ورته مشورتي غونډه وكړه، خو بې پايلې پاى ته ورسېده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


