ads

د طالبانو او امريكا ترمنځ د سولې خبرې وځنډېدې

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د چهار شنبې ورځې د هغه بريد له کبله يې له طالبانو سره د سولې خبرې د لنډې مودې لپاره ځنډولي، چې هغوى بګرام هوايي اډې ته نېږدې كړى و. ده تېره شپه پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې […]

نویسنده: hewadpal
22 لیندۍ 1398
د طالبانو او امريكا ترمنځ د سولې خبرې وځنډېدې

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د چهار شنبې ورځې د هغه بريد له کبله يې له طالبانو سره د سولې خبرې د لنډې مودې لپاره ځنډولي، چې هغوى بګرام هوايي اډې ته نېږدې كړى و.
ده تېره شپه پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې له طالبانو سره يې په ليدنه كې پر ياد بريد سخته غوسه څرګنده كړه.
خليلزاد وايي، طالبان بايد اوس دا ثابته کړي، چې د سولې لپاره د افغانانو هيلې ته ځواب ويلى شي.
د نوموړي په خبره، له طالبانو سره په مذاكراتو كې يې لنډه دمه اعلان کړې،‌ چې په دې موده کې دغه ډله له خپل مشرتابه سره پر مهمه موضوع سلا مشوره وکړي.
بلخوا په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي، چې تېر مازديګر امريكايي او طالب مركچي پلاوو سره وليدل او د خبرو فضا مثبته وه.
د ده په وينا، دواړو خواوو هوكړه وكړه، چې له څو ورځنۍ وقفې او مشورو وروسته به خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
په پروان كې د چهار شنبې په ورځ بګرام هوايي اډې ته نېږدې پر يوه کلينيک موټربم چاودنې او وسله وال بريد د يوې ښځې په ګډون دوه ملكي وګړي ووژل او لسګونه تنه نور يې ژوبل كړل.
په پېښه كې شپږ وسله وال بريد كوونكي هم ووژل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA