ads

د پروان د بګرام ولسوالۍ په جګړه كې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په پروان كې په يوه كلينيك كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو كسانو ترمنځ جګړه، چې له موټربم چاودنو وروسته پيل شوه، تېره شپه پاى ته ورسېده. د چهار شنبې په سهار شاوخوا شپږ بجې له موټربم چاودنو وروسته څو وسله وال كسان په بګرام ولسوالۍ كې يوه غيرې فعال كلينيك ته داخل شول […]

نویسنده: hewadpal
21 لیندۍ 1398
د پروان د بګرام ولسوالۍ په جګړه كې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په پروان كې په يوه كلينيك كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو كسانو ترمنځ جګړه، چې له موټربم چاودنو وروسته پيل شوه، تېره شپه پاى ته ورسېده.
د چهار شنبې په سهار شاوخوا شپږ بجې له موټربم چاودنو وروسته څو وسله وال كسان په بګرام ولسوالۍ كې يوه غيرې فعال كلينيك ته داخل شول او جګړه يې پيل كړه.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دا جګړه تېره شپه شاوخوا اووه بجې او ۳۰ دقيقې د شپږو وسله والو بريد كوونكو په وژل كېدو سره پاى ته ورسېده.
د نوموړي په خبره، په دې بريد كې د يوې ښځې په ګډون دوه ملكي وګړي وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپيان دي.
وسله وال طالبان بيا ادعا كوي، چې پر بګرام هوايي اډې يې بريد كړى او لسګونو امريكايي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهور رئيس محمد اشرف غني ياد بريد غندلى او بشرضد جنايت يې بللى دى.
بل پلو د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو د طالبانو د دغه بريد د غندلو ترڅنګ ويلي، د افغانستان خلک د دې حقدار دي، چې دا بې مفهومه تاوتريخوالى پای ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA