ads

ټاكنيز كمېسيونونه او كانديدان د روان ټاكنيز بحران رامنځته كوونكي وبلل شول

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فيفا ټاكنيز كمېسيونونه او د جمهوري رياست ټاكنو كانديدان د روان ټاكنيز بحران رامنځته كوونكي وبلل. د ياد بنسټ اجرايوي رئيس محمد يوسف رشيد نن په يوه خبري غونډه كې وويل، د ټاكنو خپلواك كمېسيون ونه شو كولى، چې د ټاكنو پروسه په سمه توګه مديريت […]

نویسنده: hewadpal
21 لیندۍ 1398
ټاكنيز كمېسيونونه او كانديدان د روان ټاكنيز بحران رامنځته كوونكي وبلل شول

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فيفا ټاكنيز كمېسيونونه او د جمهوري رياست ټاكنو كانديدان د روان ټاكنيز بحران رامنځته كوونكي وبلل.
د ياد بنسټ اجرايوي رئيس محمد يوسف رشيد نن په يوه خبري غونډه كې وويل، د ټاكنو خپلواك كمېسيون ونه شو كولى، چې د ټاكنو پروسه په سمه توګه مديريت كړي.
هغه زياته كړه، دا كمېسيون همدارنګه د خپلو لايحو او طرزالعملونو په ترتيبولو او تطبيقولو كې پاتې راغلى دى.
د رشيد په خبره، پر دې سربېره د جمهوري رياست ټاكنو كانديدان هم د ټاکنيز بحران يو لورى دى، چې د خلکو رايو ته درناوى نه لري او هڅه كوي د واك يوه برخه واوسي.
ده همداراز د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون تورن كړ، چې له خپلو صلاحيتونو په پوره توګه ګټه نه پورته كوي، غوڅ عمل نه كوي او په اجراآتو كې يې محافظه كاري ليدل كېږي.
د فيفا اجرايوي رئيس يادې څرګندونې داسې مهال كوي، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي، ښايي د نن ورځې تر پايه د جمهوري رياست ټاكنو لومړنۍ پايلې اعلان شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA