ads

رولا غني افغان رسنۍ د منفي موضوعاتو په خپرولو تورنې كړې

د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني وايي، د افغانستان رسنۍ ډېرى وخت منفي موضوعات خپروي. هغې نن په يوه غونډه كې، چې په امنيتي سكټور كې د ښځو د ونډې تر سرليك لاندې جوړه شوې وه وويل، افغان رسنۍ زيات وخت د جګړې، وژنې او تخريب اړوند موضوعات له خلكو سره شريكوي. د رولا غني […]

نویسنده: hewadpal
21 لیندۍ 1398
رولا غني افغان رسنۍ د منفي موضوعاتو په خپرولو تورنې كړې

د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني وايي، د افغانستان رسنۍ ډېرى وخت منفي موضوعات خپروي.
هغې نن په يوه غونډه كې، چې په امنيتي سكټور كې د ښځو د ونډې تر سرليك لاندې جوړه شوې وه وويل، افغان رسنۍ زيات وخت د جګړې، وژنې او تخريب اړوند موضوعات له خلكو سره شريكوي.
د رولا غني په خبره، د افغانستان حكومت په تېرو پنځو كلونو كې ډېر كارونه كړي، خو رسنيو ورته انعكاس نه دى وركړى.
بايد وويل شي، چې د هېواد مخكېني جمهور رئيس حامد كرزي نېږدې درې اونۍ وړاندې ويلي وو، چې په افغانستان كې د بيان ازادي ورځ تر بلې محدودېږي.
د ده په وينا، په تېرو درېيو كلونو كې ليكوالان او د سياسي مسايلو شنونكي په مرګ ګواښ شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA