ads

د ملي امنيت شورا دفتر اداري تشکيلات كمېږي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، د ملي امنيت شورا دفتر اداري تشکيلات تر ۵۰ فيصده را کمېږي. ده دا خبره تېر مازديګر د ملي امنيت شورا دفتر له لوړپوړو مسوولينو سره په کتنه کې وكړه او د دې دفتر يو شمېر هغه همکاران يې وستايل، چې د ماموريت دوره يې پاى ته رسېدلې […]

نویسنده: hewadpal
21 لیندۍ 1398
د ملي امنيت شورا دفتر اداري تشکيلات كمېږي

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، د ملي امنيت شورا دفتر اداري تشکيلات تر ۵۰ فيصده را کمېږي.
ده دا خبره تېر مازديګر د ملي امنيت شورا دفتر له لوړپوړو مسوولينو سره په کتنه کې وكړه او د دې دفتر يو شمېر هغه همکاران يې وستايل، چې د ماموريت دوره يې پاى ته رسېدلې ده.
د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، محب د ياد دفتر د تشکيلاتو د کمېدو هدفونه د چارو ښه والى، له ظرفيتونو او کدرونو په اغېزناک ډول استفاده، د امنيتي سکټور پياوړي کول او ملاتړ، لازمې ځان بساينې ته رسېدنه او په امنيتي سکټور کې د چارو چټکوالى او تقويه ياد کړل.
نوموړي د ملي امنيت شورا دفتر د لوړپوړو همکارانو، چې په كې د ستراتېژيکو اړيکو مرستيال ولي منور، د نړيوالو اړيکو او پاليسۍ مرستيال عتيق الله نوشېر او سلاكار شاکر مرادي هم شامل وو او تمه ده په راتلونکې کې د حکومت او خصوصي سکټور په مختلفو برخو کې خپل خدمت ته دوام ورکړي، ستاينه وکړه او هېواد ته د خدمت په چاره کې يې هغوى ته د بريا هيله څرګنده کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA