ads

د عامې روغتيا وزارت: ۹۰ فيصده افغانان روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري

د عامې روغتيا وزارت ډاډ ورکوي، چې همدا اوس په هېواد کې ۹۰ فيصده خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري. د دغه وزارت چارواکو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د روغتيايي پوښښ د نړيوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه كړې وه. د عامې روغتيا وزارت مرستيالې ډيوې صمد په همدې غونډه کې وويل، […]

نویسنده: hewadpal
21 لیندۍ 1398
د عامې روغتيا وزارت: ۹۰ فيصده افغانان روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري

د عامې روغتيا وزارت ډاډ ورکوي، چې همدا اوس په هېواد کې ۹۰ فيصده خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري.
د دغه وزارت چارواکو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د روغتيايي پوښښ د نړيوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه كړې وه.
د عامې روغتيا وزارت مرستيالې ډيوې صمد په همدې غونډه کې وويل، روغتيايي خدمتونو ته د اسانه لاسرسي له کبله په هېواد كې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه هم په بې ساري ډول را ټيټه شوې ده.
مېرمن صمد زياته كړه، که څه هم په هېواد كې ۷۵ فيصده خلک په خپلو مالي امکاناتو درملنه کوي، خو دوى پر داسې ميکانيزم کار کوي، چې له مخې به يې روغتيايي خدمتونه د کيفيت او کميت له پلوه وده وکړي.
په ورته وخت کې په افغانستان كې د نړيوال روغتيايي سازمان چارواکي دلته له روانو روغتيايي پرمختګونو خوښ نه برېښي او ټينګار کوي، چې په دې برخه کې لا نورې پانګونې هم بايد وشي.
د طبي امکاناتو نه شتون، بې کيفيته درمل او د ناروغيو د تشخيص لپاره د مسلکي ډاکټرانو كموالى، د افغانستان د روغتيايي چارو په برخه کې هغه ستونزې دي، چې خلک ورڅخه سر ټکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA