د كورنيو چارو سرپرست وزير محمد مسعود اندرابي وايي، د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواكونو د همغږۍ او ګټورو پروګرامونو له كبله سږ كال د افغان سرتېرو مرګ ژوبله كمه شوې ده.
نوموړي نن په كابل كې يوې غونډې ته وويل، په ۱۳۹۸يم هجري لمريز كال كې د وسله والو طالبانو د بريدونو پر ۱۲ فيصده زياتېدو سربېره د افغان ځواكونو په مرګ ژوبله كې ۱۰ فيصده كموالى راغلى دى.
اندرابي زياته كړه، د هېواد د امنيتي او دفاعي سرتېرو د عملياتو ظرفيت ۲۶ فيصده لوړ شوى، چې په ترڅ كې يې له وسله والو مخالفينو نهه ولسوالۍ بېرته نيول شوې دي.
د هغه په وينا، د افغانستان حكومت د خپلو سرتېرو پر ځواك تكيه لري او د سولې بهير د خلكو د ارزښتونو په ساتلو سره مخته وړي.
د يادونې وړ ده، چې وسله والو طالبانو روان كال د څو ولايتونو پر مركزونو او ولسواليو بريدونه كړي، چې افغان ځواكونو او ملكي وګړو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ عامه او دولتي تاسيسات سوځولي هم دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


