امريكا پر ايران نوي بنديزونه ولګول او دا ځل يې يو شمېر شركتونه يمن ته د ډله ييزې وژنې د وسلو او پوځي تجهيزاتو د لېږد له كبله په نښه كړي دي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو دا بنديزونه تېره ورځ اعلان كړل.
نوموړي وويل، ياد بنديزونه نړۍ ته خبر وركوي، هغه كسان به هم له بنديزونو سره مخ شي، چې له دغو شركتونو سره غيرې قانوني معاملې لري.
پمپيو هيله څرګنده كړه، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د بنديانو وروستۍ تبادله د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرو ته زمينه برابره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


