ads

افغان حكومت د نفتو او ډبرو سکرو د سون لپاره د بديلې انرژۍ د توليد لټه كوي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، حکومت په دې خاطر، چې د هوا د ککړتيا مخنيوى وکړي، د نفتو او ډبرو سکرو د سون لپاره د بديلې انرژۍ د توليد په لټه کې دى. د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، جمهور رئيس غني تېر ماښام په ارګ كې د تجديد وړ […]

نویسنده: hewadpal
21 لیندۍ 1398
افغان حكومت د نفتو او ډبرو سکرو د سون لپاره د بديلې انرژۍ د توليد لټه كوي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، حکومت په دې خاطر، چې د هوا د ککړتيا مخنيوى وکړي، د نفتو او ډبرو سکرو د سون لپاره د بديلې انرژۍ د توليد په لټه کې دى.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، جمهور رئيس غني تېر ماښام په ارګ كې د تجديد وړ انرژۍ د توليدي او صنعتي خدمتونو د اتحاديو له مسوولينو سره په ناسته کې د هوا ککړتيا د کمولو په هدف د لمريزې انرژۍ له سيسټمونو د ملاتړ په اړه بحث وكړ.
هغه وويل، حکومت يوه برنامه تر لاس لاندې لري، چې له کابله پيلېږي او دولتي ارګانونه به له لمريزې انرژۍ استفاده وکړي، ترڅو د هوا د ککړېدو مخنيوى وشي.
د هېواد د جمهور رئيس په وينا، دا برنامه نه يوازې د دولتي تاسيساتو لپاره ده، بلکې په راتلونکې کې د خصوصي تاسيساتو لپاره هم پلان لري، ترڅو د هوا د ککړتيا له پديدې سره دوامداره او جدي مبارزه وکړي.
جمهور رئيس غني زياته كړه، د دغه هدف د عملي کولو لپاره حکومت حاضر دى، چې په دې سکټور کې د لمريزې انرژۍ له ټولو توليدي شرکتونو سره مشارکت وکړي، ترڅو په دې برخه کې اسانتياوې برابرې شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ژمي په را رسېدو سره د كابل ښار هوا ډېره ككړه شوې او خلك يې سخت اندېښمن كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA