د خوست د عامې روغتيا رياست په دغه ولایت کې ۷ ټنه له تاريخ تېر خوراکي او غير خوراکي توکي وسوزول.
د عامې روغتيا ریيس ډاکټر حبيب شاه انصاري وايي، چې دغو توکو کې څلور ټنه درمل او پاتې درې ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل وو.
د انصاري په خبره، هغه هټۍ او درملتونونه تړل شوي، چې له تاريخ تېر توکي ورڅخه راټول شوي وو.
د عامې روغتيا د مسولينو په وينا، تر دې وروسته به د ټاکل شوي کمېسیون له لوري د هغو درمل پلورونکو او هټيو څښتنو ته سخته سزا وټاکي، چې په هټيو کې يې له تاريخ تېر خوراکي او غير خوراکي توکي ساتلي وي.