ads

عبدالله عبدالله: د ټاکنو کمېسیون دې د لومړنیو پایلو له اعلان ډډه وکړي

د جمهوري ریاست د ټاکنو نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، که د ټاکنو کمېسیون د دوی غوښتنو ته له رسېدو پرته د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي، د ثبات او همپالنې ټیم ته به د منلو وړ نه وي. نوموړي د ټاکنو کمېسیون ته ګواښ وکړ، چې دغه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 لیندۍ 1398
عبدالله عبدالله: د ټاکنو کمېسیون دې د لومړنیو پایلو له اعلان ډډه وکړي
ډاکتر عبدالله عبدالله

د جمهوري ریاست د ټاکنو نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، که د ټاکنو کمېسیون د دوی غوښتنو ته له رسېدو پرته د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي، د ثبات او همپالنې ټیم ته به د منلو وړ نه وي.
نوموړي د ټاکنو کمېسیون ته ګواښ وکړ، چې دغه کمېسیون دې د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې غوښتنو ته له رسېدو پرته د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان ډډه وکړي.
عبدالله دغه خبرداری پر داسې مهال ورکوي، چې د ټاکنو کمېسیون د لومړنیو پایلو د ژر تر ژر اعلان خبر ورکړی دی.
د ټاکنو کمېسیون یو غړي ارنګزېب رسنیو ته ویلي، چې ممکن نن یا سبا دغه پایلې اعلان شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA