ads

د پکتیکا مڼې په نړیوال مارکېټ کې تود بازار لري

د پکتیکا ولایت باغوانان وایې، د تېرو کلونو په پرتله يې سږکال د مڼو په حاصلاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی او حاصلات يې څو برابره زیات شوي دي. دوی وایې، که دولت امکانات ورته برابر کړي او د بزګرانو لاسنیوی وکړي، دا څه به نور هم پرمختګ وکړي . د مڼو یو تن […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 لیندۍ 1398
د پکتیکا مڼې په نړیوال مارکېټ کې تود بازار لري

د پکتیکا ولایت باغوانان وایې، د تېرو کلونو په پرتله يې سږکال د مڼو په حاصلاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی او حاصلات يې څو برابره زیات شوي دي.
دوی وایې، که دولت امکانات ورته برابر کړي او د بزګرانو لاسنیوی وکړي، دا څه به نور هم پرمختګ وکړي .
د مڼو یو تن تجار حبیب الله کلید ته وویل، پر افغانستان سربېره په نړیوال بازار کې د پکتیکا مڼې ښه نوم لري او په لوړه بیه پلورل کېږې.
هغه څرګندوي، چې د مڼو په سوداګرۍ کې یو زیات شمېر خلکو ته کاري فرصتونه برابر شوي او ډېری پکتیکاوالو اوس همدې څه ته مخه کړې ده.
پر همدې مهال د پکتیکا د سوداګرۍ خونې رییس طلاخان ذهین وایي، سږکال په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات د نورو کلونو په پرتله څو برابر زیات شوي دي.
د ذهین په خبره، چې اوس د دې سیمي مڼې نه یوازي ګاونډیو هېوادونو ته صادرېږې ، بلکې په نړیوال مارکېټ کې تود بازار لري او په ښه بیه پلورل کیږې.
د پکتیکا بزګر او تجاران پر داسې مهال په دي ولایت کې د مڼو د حاصلاتو له ډېرېدو خبر ورکوي، چې د دغه ولایت ډېری خلک په کرکیله بوخت دي، دمڼو، انګورو او نورو مېوه جاتو له لارې عاید ترلاسه کوي او ورځنۍ چارې له همدې څه پر مخ وړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA