ads

برېښنا شرکت: د برېښنا پوروړي دې ژر تر ژره خپل پورونه ورکړي

د برېښنا شرکت وايي، په تېر يوکال کې د دغه شرکت پر تاسيساتو ۳۵۰ برېدونه شوي دي او له همدې کبله ۹ ميليارده افغانۍ زيان ورته رسېدلی دی. د برېښنا شرکت دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ له خپلو ولايتي مسوولينو سره يوې ګډې غونډې ته وکړې. د برېښنا شرکت عمومي اجرايوي رييس امان الله […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 لیندۍ 1398
برېښنا شرکت: د برېښنا پوروړي دې ژر تر ژره خپل پورونه ورکړي

د برېښنا شرکت وايي، په تېر يوکال کې د دغه شرکت پر تاسيساتو ۳۵۰ برېدونه شوي دي او له همدې کبله ۹ ميليارده افغانۍ زيان ورته رسېدلی دی.
د برېښنا شرکت دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ له خپلو ولايتي مسوولينو سره يوې ګډې غونډې ته وکړې.
د برېښنا شرکت عمومي اجرايوي رييس امان الله غالب په دغه غونډه کې د برېښنا پوروړو ته هم ګواښ وکړ، چې خپل پورونه دې ورکړي.
نوموړي وويل، د زورواکو پوروړو ترڅنګ د دولتي بنسټونو پور هم شاوخوا ۸ ميلياردو افغانيو ته رسېدلی او دا پيسې بايد برېښنا شرکت ته وروسپارل شي.
برېښنا شرکت ګواښ کوي، چې د زورواکو پوروړو نوملړ يې لوی څارنوالۍ ته سپارلی او تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به د دوی ټول نومونه بربنډکړي.
د برېښنا شرکت چارواکي له خصوصي سکټور څخه هم غوښتنه کوي، چې د برېښنايي پروژو په برخه کې پانګه اچونه وکړي.
په همدې حال کې د برېښنا شرکت وايي، چې امنيتي ستونزو او زورواکۍ سږکال د دغه شرکت د کارونو پر وړاندې ډېر خنډونه جوړ کړي دي.
د برېښنا شرکت د چارواکو په وينا، په روان کال کې د دغه شرکت پنځه کارکوونکي وژل شوي او د ولايتي مسوولينو په ګډون ۲۸ نور کارکوونکي يې وهل شوي او ان په شخصي زندانونوکې اچول شوي دي.
د برېښنا پر چارو د څارونکي پلاوي استازي جلال الدين هم ټينګار وکړ، چې په ټول ځواک سره به د برېښنا شرکت د پوروړو پر وړاندې مبارزه وکړي.
د برېښنا شرکت ډاډ څرګندوي، چې په راتلونکي کال کې به د ټوټاب او ځينو نورو برېښنايي پروژو په پلي کېدو سره په افغانستان کې د برېښنا ډېری ستونزې حل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA