د چیلي هېواد امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې د امنیتي ځواکونو اړوند یوه الوتکه د یاد هېواد په جنوبي برخه کې له ۳۸ تنه سورلیو سره ورکه شوې ده.
د دغه هېواد د امنیتي ادارو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ورکه شوې الوتکه کې ۱۷ تنه عمله او ۲۱ تنه مسافر سپاره وو.
د چیلي هېواد حکومت د دې پېښې تر رامنځته کېدو وروسته په هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړی او د ورکې شوې الوتکې د پیدا کولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه د الوتکې د ورکېدو لامل معلوم نه دی.