ads

جمهور رییس غني او الیس وېلز پر افغان سوله او سیمه ییز اتصال خبرې وکړې

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ماسختن د سویلي او امرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې مېرمن الیس وېلز سره وکتل. دواړو لورو په دغه لیدنه کې د افغان سولې پر پروسې، سیمه ییز اتصال او ګډو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
19 لیندۍ 1398
جمهور رییس غني او الیس وېلز پر افغان سوله او سیمه ییز اتصال خبرې وکړې

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ماسختن د سویلي او امرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې مېرمن الیس وېلز سره وکتل.
دواړو لورو په دغه لیدنه کې د افغان سولې پر پروسې، سیمه ییز اتصال او ګډو همکاریو خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، جمهور رییس غني وویل، چې سوله د افغان حکومت لومړیتوب دی او افغان حکومت داسې سوله غواړي، څو په رښتیني ډول د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د سیمه ییز اتصال په برخه کې د امریکا هڅې ارزښناکې دي او افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه په سیمه ییز اتصال او همکاریو کې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو د فعال ګډون غوښتونکی دی.
بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مېرمن الیس وېلز د سولې په تړاو د جمهور رییس غني هڅې وستایلې او د تلپاتې سولې ټینګېدو په برخه کې یې د واشنګټن د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
جمهور رییس غني د یکشنبې په ورځ د اسیا زړه – استانبول پروسې په اتم کنفرانس کې د ګډون په هدف ترکیې ته ولاړ او هلته یې د وینا تر څنګ د ترکیې له جمهور رییس رجب طیب اردغا، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي رولانډ کوبیا او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره وکتل.
په دغو کتنو کې هم پر افغان سوله او یو شمېر نورو مسلو بحثونه وشول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA