ads

امریکایي وګړي د افغانستان له جګړې بې خبره ساتل شوي

لوړپوړو امریکایي چارواکو د دغه هېواد وګړو ته د افغان جګړې په تړاو ناسم معلومات ورکړي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې داسې اسناد خپاره کړي، چې له مخې یې لوړپوړو امریکایي چارواکو په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې په تړاو امریکایي وګړو ته ناسم معلومات ورکړي دي. خپاره شوي اسناد ښيي، چې د امریکایي چارواکو هغه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
19 لیندۍ 1398
امریکایي وګړي د افغانستان له جګړې بې خبره ساتل شوي
ټپي شوي بهرني سرتیري

لوړپوړو امریکایي چارواکو د دغه هېواد وګړو ته د افغان جګړې په تړاو ناسم معلومات ورکړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې داسې اسناد خپاره کړي، چې له مخې یې لوړپوړو امریکایي چارواکو په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې په تړاو امریکایي وګړو ته ناسم معلومات ورکړي دي.
خپاره شوي اسناد ښيي، چې د امریکایي چارواکو هغه ویناوې حقیقت نه لري، چې ګواکي دوی په افغانستان کې جګړه ګټلې او د پرمختګ په حال کې دي.
په راپور کې راغلي، د افغانستان د جګړې په ستراتیژیو کې نیمګړتیاوې موجودې وې او د یو امن افغانستان د رامنځته کېدو لپاره میلیاردونه ډالر ولګول شوي، خو بیا هم د افغانستان جګړه ختمه نه شوه.
دغو چارواکو همدا راز ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د فساد له منځه وړلو، د یو ښه پوځ جوړولو او د نشه یي توکو د سوداگرۍ راکمولو لپاره ګټورې هڅې نه دي کړي.
د امریکا د دفاع وزارت تر اوسه په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA