ads

روسیې او اوکراین پر دوه اړخیز اوربند هوکړه وکړه

راپورونه وایي، روسیه او اوکراین پرون دوشنبه د دغه هېواد په ختیځ کې پر اوربند هوکړې ته ورسېدل. د راپورونو له مخې، د اوکراین جمهور رییس ولودمیر زلنسکي او د روسیې جمهور رییس ویلادمیرپوتین پرون د فرانسې او المان د منځګړیتوب په پایله کې پر دوه اړخیزه اوربند هوکړه وکړه. دواړه لوري په دغه لیدنه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
19 لیندۍ 1398
روسیې او اوکراین پر دوه اړخیز اوربند هوکړه وکړه

راپورونه وایي، روسیه او اوکراین پرون دوشنبه د دغه هېواد په ختیځ کې پر اوربند هوکړې ته ورسېدل.
د راپورونو له مخې، د اوکراین جمهور رییس ولودمیر زلنسکي او د روسیې جمهور رییس ویلادمیرپوتین پرون د فرانسې او المان د منځګړیتوب په پایله کې پر دوه اړخیزه اوربند هوکړه وکړه.
دواړه لوري په دغه لیدنه کې د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو وړاندې د ټولو بندیانو پر تبادلې هم سلا شول.
روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اوکراین کریمه سیمه د روسي بېلتونپالو په مرسته له خپلې خاورې سره یوځای کړه.
اوکرایني ځواکونو هڅه وکړه، چې دغه سیمه بیرته ونیسي، خو پر نیولو یې بریالي نه شول.
د دغو هېوادونو تر منځ د تېرې پنځه کلنې جګړې په پایله کې ۱۳ زره کسان ووژل شول او ۴۰ زره نور ژوبل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA