ads

د بشري حقونو کمېسیون: د جګړې ښکېل لوري دې نور روانه جګړه پای ته ورسوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړې. د ياد کمېسيون مشرې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
19 لیندۍ 1398
د بشري حقونو کمېسیون: د جګړې ښکېل لوري دې نور روانه جګړه پای ته ورسوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
د ياد کمېسيون مشرې شهرزاد اکبر وويل، د جګړې او تاوتريخوالي اصلي قربانيان افغانان دي او هر څنګه چې کېږي دا جګړه بايد ودرول شي.
په همدې حال کې د افغانستان د جمهوري رياست دويم مرستيال سرور دانش په همدې غونډه کې ومنله، چې په تېرو اتلس کلونوکې په افغانستان کې بشري حقونه نه دي خوندي شوي.
په افغانستان کې روانې جګړې او تاوتریخوالي نه يوازې پر بشري حقونو سيوری غوړولی، بلکې افغانان يې هم له روان حالاتو سخت ستړي کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تداميچي يا ماماتو په افغانستان کې پر بشري حقونو اندېښنه څرګنده کړه؛ خو ټينګار يې وکړ، چې سوله د افغانستان روان ناورين ته د پای ټکی اېښودلی شي.
په افغانستان کې د امنيت نشت، بد اقتصادي حالت او د قانون کمزورې واکمني هغه دلايل دي، چې له کبله يې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
هغه څه چې دولتي چارواکي يې هم لږترلږه پخلی کوي؛ خو له دې ټولو سره سره داچې په افغانستان کې بشري حقونه کله خوندي کېږي، هغه پوښتنه ده، چې لا تر اوسه بې ځوابه پاتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA