د سوريې د ډيموکراټيکو ځواکونو په ليكو كې ۱۰۰ داعشي ماشومان ځاى پر ځاى شوي دي.
راپورونه وايي، په سوريه کې د کرد ډيموکراټيکو ځواکونو او امريکايي سرتېرو له لوري ۱۰۰ داعشي ماشومان د يادو ځواکونو په ليکو کې شامل شول.
د راپورونو له مخې، دا ماشومان له ۱۲ تر ۱۴ کلونو پورې عمرونه لري او داسې ويل کېږي، چې ټول يتيمان دي.
ويل كېږي کرد وسله وال او امريکايي ځواکونه هوډ لري، چې دغه ماشومان تل اسود ته ولېږدوي.
د تل اسود په اډه کې اوس مهال ۸۰۰ داعشۍ مېرمنې، ماشومان او وسله وال ځاى پر ځاى دي.
داسې اندېښنې هم شته، چې کرد وسله وال به له يادو ماشومانو د جګړې په ډګر کې ګټه واخلي.