د کابل د مکرويانو اوسېدونکي شکايت کوي، چې په دغه سيمه کې د مرکز گرمیو د خدمتونو بيه خورا لوړه ده.
د سيمې اوسېدونکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره سم د مرکز ګرميو قيمت ګران شوی دی او دوی د دومره ډېرو پيسو ورکولو وس نه لري.
د مکرويانو د اوسېدونکو په وينا، سږکال د هرو دوو خونو د مرکز ګرمۍ لګښت شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ تمامېږي.
د يادې سيمې يوې اوسېدونکې سيما احمدي کليد ته وويل، دا بیه خورا لوړه ده او د خلکو له اقتصادي حالت سره سمون نه خوري.
په همدې حال کې د کابل په مکرويانوکې د تصديو رياست رییس ايمل زارع هم له کليد سره په خبروکې ومنله، چې د مرکز ګرميو قيمت ډېر ګران دی؛ خو نوموړي وويل، د مرکز ګرميو سيستم پر تېلو او ګازو جوړ شوی دی او لکښت يې هم په سړېدو پورې تړلی دی.
په ورته وخت کې د کابل د ښاروالۍ ادارې ويانده نرګس مومند بيا وايي، د مرکز ګرمیو د خدماتو بيه د ازاد بازار پر بنسټ ولاړه ده او ثابته نه شي پاتې کېدلی.
د کابل د ښاروالۍ اداره ټينګار کوي، چې د مرکز ګرميو بيه د معياري او باکيفيت خدمتونو په هدف لوړه شوې ده. هغه خدمتونه، چې اوس د مکرويانو په سيمه کې هېڅ بازار نه لري.