د ننګرهار یو شمېر ښځینه فعالانو نن دوشنبه د روان لاریون پرمهال د دغه ولایت د امنیت جنازه پورته کړه.
ښځینه فعالین له ځانه سره د ننګرهار د نا امنۍ په اړه لیکل شوي شعارونه لیږدوي، چې پکې ویل شوي، موږ نور د ننګرهار دا نا امنه حالت نه شو زغملای.
د دې اعتراض مشره مقدسه احمدزۍ وایي، په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوې او دې وضعیت دوی ډېر اندېښمن کړي دي.
د هغې په خبره، په یاد ولایت کې هېڅوک په امن کې نه دي او که وضعیت دا دول روان وي ښايي، ډېری خلک د دولت پر ضد راپورته شي.
احمدزۍ زیاته کړه، چې ولایتي او امنیتي ادارې په ننګرهار ولایت کې د امنیت په کنترول کې پاتې راغلي دي.
لایبه هم د روان لاریون ګډونواله ده. نوموړې وایي، په ننګرهار کې وروستۍ نا امنۍ سخته اندېښمنه کړې او زیاتوي، چې که امنیتي چارواکي د امنیت په کابو کولو نه توانېږي، نو دنده دې پرېږدي.
بل لورته د لاریون نورې ګډوانوالې بیا وايي، په دغه ولایت کې وروستیو نا امنیو مېرمنې له رواني فشار سره مخ کړې دي.
دوی څرګندوي، چې د کور د نارینه وو له وتو سره د دوی اندېښنې پیلېږي، ځکه د دوی د نارینه وو بیرته راتګ یې نا امنیو ته په کتو یو خیال دی.
دا مېرمنې د ننګرهار د امنیت جنازه داسې مهال پورته کوي، چې تېره چهارشنبه په جلال اباد ښار کې ولایت ته نېږدې د جاپانۍ موسیسې مشر ډاکتر تیتسو ناکامورا نا پېژاندو وسله والو په یوه برید کې لومړی ټپي کړ او وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.
له ناکاموره سره دهغه موټر چلوونکی او ۴ ساتونکي هم ووژل شول.
ښځینه فعالانې د خپل لاریون په لیکل شوو شعارونو کې د ډاکتر تیتسو ناکامورا انځورونه هم لېږدوي.
امنیتي مسولین بیا په یاد ولایت کې د امنیتي وضعیت د کنټرول خبره کوي.
امنیه قومندان ایمل نیازي په یوه خبره ناسته کې وویل، چې په دې وروستیو کې د بېلابېلو پېښو په تور ۹۹ تنه نیولي او د نورو د نیولو هڅې روانې دي.
خو لاریونوالې میرمنې دا کافي نه بولي او وایي امنیتي چارواکي دې نور په نمایشي کارونو دوی نه غولوي.