امنيتي سرتېرو د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍكې د درنو وسلو زرګونه فيره مرمۍ ترلاسه كړې دي.
د دې ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې دا مرمۍ د ملي امنيت منسوبينو د پچيراګام ولسوالۍ په مدوپچير سيمه كې د وسله والو طالبانو له يوه پټځايه ترلاسه كړې.
سرچينه وايي، په ترلاسه شوو مرميو كې ۳۳۱۵ فيره د دهشکې، ۱۳۶۰ فيره د زيکويک، پنځه فيره د راکټ او دوه فيره د هاوان مرمۍ شاملې دي.
د سرچينې په وينا، طالبانو غوښتل له يادو مرميو په ګټې اخيستنې تخريبي كړنې ترسره كړي، چې په ترلاسه كېدو سره يې د ګڼو پېښو مخنيوى وشو.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.