د كورنيو چارو وزارت د ميدان وردګ په سيد اباد ولسوالۍ كې د ۲۵ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا كوي.
دغه وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو د کورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي مرستيال مل پاسوال خوشحال سعادت په مشرۍ په يادې ولسوالۍ كې د ترهګرۍ ضد عمليات ترسره کړل.
سرچينه وايي، په دې عملياتو كې ۲۵ طالبان ووژل شول او د هغوى يو مهم پټنځاى له منځه يووړل شو.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې عمليات كوونكو ځواكونو د طالبانو څو ماينونه، يو شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم کشف او له منځه وړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.