ټاكل شوې د تركيې په استانبول ښار كې نن د استانبول پروسې – اسيا زړه د بهرنيو چارو وزيرانو اتم کنفرانس جوړ شي.
د بهرنيو چارو له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې دا كنفرانس د جمهور رئيس محمد اشرف غني او د تركيې د جمهور رئيس رجب طيب اردوغان په ويناوو سره پيلېږي.
جمهور رئيس غني په ياد كنفرانس كې د ګډون په هدف د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پرون سهار تركيې ته لاړ.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، افغان جمهور رئيس به د استانبول پروسې – اسيا زړه كنفرانس په څنډه كې د يو شمېر هېوادونو له چارواكو سره هم په جلا توګه وګوري.