ads

د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښاري نظم په هدف کمپاین پیل شو

جلال اباد ښاروالۍ یو ځل بیا د ښاري نظم په هدف کمپاین پیل کړی، خو لا یې اغېزې نه لیدل کېږي ښاریان پر یاد کمپاین خوښ دي، خو وایي دا ډول کمپاینونه د ښاروالۍ له لوري پخوا هم ترسره شوي، چې بڼه یې نمایشي وه. دوی زیاتوي، چې ډېر کله د ښاروالۍ له خوا د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
18 لیندۍ 1398
د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښاري نظم په هدف کمپاین پیل شو
ننګرهار

جلال اباد ښاروالۍ یو ځل بیا د ښاري نظم په هدف کمپاین پیل کړی، خو لا یې اغېزې نه لیدل کېږي
ښاریان پر یاد کمپاین خوښ دي، خو وایي دا ډول کمپاینونه د ښاروالۍ له لوري پخوا هم ترسره شوي، چې بڼه یې نمایشي وه.
دوی زیاتوي، چې ډېر کله د ښاروالۍ له خوا د ښار د پلو لارو د خلاصون او په نورو برخو کې کمپاینونه ترسره کېږي، خو د نه څار له کبله یې پایله مثبته نه وي.
همدا لامل دی، چې خلک په ښار کې د تګ راتګ په وخت کې له ستونزو سره مخ کېږي.
جلال اباد ښاریان له ښاروالۍ غوښتنه کوي، چې د ښاري نظم په هدف دې په ریښتني ډول کار وکړي او په ښار کې دې، شته ستونزو ته د حل په لټه کې شي.
خو د جلال اباد ښاروالۍ مسولین بیا د ښاري نظم اوسنی کمپاین پخوانیو ته په تفاوت بولي او وایي؛ داځلې یې هوډ کړی، چې د ښار پلې او کوڅې به د خلکو د تګ راتګ په هدف پرانیزي او سرغړونکي به یې جریمه کړي.
د جلال اباد سرپرست ښاروال انجینیر مسعود وایي، د ښاري نظم کمپاین به یې هره ورځ دوام ولري او هدف یې ښاري نظم رامنځته کول دي.
د ښاروالۍ له لوري د کمپاین پر مهال لاسي پلورونکي او کراچۍ چلوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د ښار په پلو لارو او کوڅو کې خپل توکي وپلوري.
کراچۍ چلوونکي وایي، له کله چې د ښاروالۍ له لوري د ښاري نظم کمپاین پیل شوی له هغې ورځې یې روزګار خراب شوی.
د ښاروالۍ مسولین بیا وایي، چې د کراچۍ چلوونکو او لاسي پلورونکو لپاره د مناسب ځای په لټه کې دي.
سرپرست ښاروال انجینیر مسعود وایي، د ځای له پیدا کېدو وروسته به هېڅ کراچۍ چلوونکي او لاس پلورونکو ته په ښار کې د پېر پلور اجازه ورنه کړي.
جلال اباد ښاروالۍ په ځلونو له دې وړاندې هم د ښاري نظم په موخه کمپاینونه ترسره کړي، خو د نه څار له امله یې کړې خواري بې ځایه تللې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA