جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د اورګاډي پټلۍ او سيمه ييز اتصال په برخو کې پانګونه له ترکيې او سيمې سره د افغانستان د نښلولو او سوداګريزې راکړې ورکړې لپاره ارزښتناکه ده.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازديګر د تركيې په استانبول ښار كې د دغه هېواد د بهرنيو اقتصادي اړيکو د بورډ له رئيس نايل اولپاک او د ترکيې – افغانستان د سوداګريزې شورا له رئيس سليمان سيليف سره د ليدنې په مهال وكړې.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس غني په افغانستان کې د کانونو، برېښنا، ټرانزيټ او سيمه ييز اتصال په برخو کې د پانګونې فرصتونه تشرېح كړل او ترکي پانګه وال يې په اړوندو برخو کې پانګونې ته وهڅول.
ده د افغاني محصولاتو لکه جلغوزيو، پستې، بادامو، چارمغزو او نورو د ارزښت ځنځير پر ايجاد په ټينګار سره وويل، دوى بايد په دې برخه کې تخنيکي ظرفيت لوړ کړي، ترڅو افغان صنعتکاران په نړيوالو معيارونو برابر توکي بسته بندي او صادر کړي.
بل پلو د ترکيې د بهرنيو اقتصادي اړيکو د بورډ رئيس د لويو انکشافي پروژو، کانونو، ټرانزيټ، برېښنا او سيمه ييز اتصال په برخو کې پانګونې ته تيارى وښود او ژمنه يې وکړه، چې ترکي پانګه وال او شرکتونه به په اړوندو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.