ads

تېره ميلادي مياشت ۵۴۴ فلسطيني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فلسطين د ازادۍ سازمان په خپل راپور کې ويلي، چې تېره ميلادي مياشت د اسراييل د حكومت له لوري ۴۴ فلسطينيان وژل شوي او ۵۰۰ نور ټپيان شوي دي. د ياد سازمان په کلني راپور کې راغلي، چې ۳۹ فلسطيني وګړي د اسراييلي حكومت په بمباريو او پنځه نور په باختري سيمه کې وژل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
18 لیندۍ 1398
تېره ميلادي مياشت ۵۴۴ فلسطيني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فلسطين د ازادۍ سازمان په خپل راپور کې ويلي، چې تېره ميلادي مياشت د اسراييل د حكومت له لوري ۴۴ فلسطينيان وژل شوي او ۵۰۰ نور ټپيان شوي دي.
د ياد سازمان په کلني راپور کې راغلي، چې ۳۹ فلسطيني وګړي د اسراييلي حكومت په بمباريو او پنځه نور په باختري سيمه کې وژل شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د اسراييل حكومت ۳۶۰ نور فلسطينيان په قدس، باختري سيمې او غزې تړانګې کې نيولي هم دي.
راپور زياتوي، د فلسطين پر خاوره د اسراييل د حكومت په بمباريو کې ۶۸ لويې ودانۍ هم ويجاړې شوې دي.
بل خوا په دې راپور کې دا هم ويل شوي، چې له ۲۰۱۵ ميلادي کال راهيسې د اسراييلي ځواکونو له لوري د ۵۱ وژل شوو فلسطيني وګړو جسدونه د هغوى کورنيو ته نه دي سپارل شوي.
په فلسطين کې په دې وروستيو کې د اسراييلي حكومت او د دغه هېواد د وګړو ترمنځ نښتې ډېرې شوي، چې له کبله يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ او اسراييلي حكومت له خوا د مصر په غوښتنې اوربند اعلان شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA