ads

په ښرنه کې د میاخان په نوم د نجونو ښوونځی جوړیږي

د پکتیکا پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال محمد کریم اتلوال وايي، میاخان د چارواکو او عامو خلکو له داسي تاوده هر کلي او تشویق سره مخ شو، چې هېڅ يې فکر نه کېده. هغه وايي، د دې لپاره چې د میاخان نوم د معارف په ډګر کې د تل لپاره پاتې شي، د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 لیندۍ 1398
په ښرنه کې د میاخان په نوم د نجونو ښوونځی جوړیږي
زده کوونکې

د پکتیکا پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال محمد کریم اتلوال وايي، میاخان د چارواکو او عامو خلکو له داسي تاوده هر کلي او تشویق سره مخ شو، چې هېڅ يې فکر نه کېده.
هغه وايي، د دې لپاره چې د میاخان نوم د معارف په ډګر کې د تل لپاره پاتې شي، د هغه په نوم د نجونو یو ښوونځی جوړوي او د نوموړي د لورګانو تر څنګ به لسګونو نورو نجونو ته پکې د زده کړي زمینه برابره شي.
د ښرنې اړوند د ډنډک کلي اوسېدونکي میاخان له کلید سره په خبرو کې وویل، د خلکو تشویق يې په دې برخه کې مورال نور هم پیاوړی کوي او په دې ویاړي چې د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي لپاره کار کوي.
هغه څرګندوي، چې د بل هېڅ شي مرسته نه غواړي، خو که په کلي کې يې د نجونو ښوونځی جوړ شي، د ده د لورګانو په ګډون به له سلو زیاتې نجونې پکې زده کړې وکړي .
د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکني کلید ته وویل، په داسې یوه سنتي ټولنه کې چې ښوونځي ته د نجونو تګ ته په خورا بد نظر کتل کېږې، د میاخان مېړانه چې خپلې درې لورګانې ۱۲ کیلو مټره لېرې درس ته وړي، د ستاینې وړ ده.
والي؛ چې میاخان ته يې خپله د سر لونګۍ ور په سر کړه او نغدي مرسته يې هم ورسره وکړه، ژمنه يې وکړه، چې د ده په پلرنې کلي ډنډک کلي کې به د میاخان په نوم د نجونو ښوونځی په نېږدي وخت کې پیل کړي.
پکتیکا کې د تېرو وختونو په پرتله د نجونو د زده کړو په برخه کې نسبتا ښه والی راغلی. د شنونکو په باور که والدین همدا ډول خپل ورسپارل شوی مسولیت سرته ورسوي او د معارف چارواکي پاملرنه دې برخي ته ډېره کړي، په نېږدي راتلونکي کې به داسي نور پرمختګونه او نوښتونه هم ولیدل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA