ads

د ټاکنو کمېسیون مشورتي غونډه له کومې پایلې پرته پای ته ورسېده

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن د ټاکنیزو ډلو له استازو سره ګډه مشورتي غونډه جوړه کړه، چې د دې غونډې هدف د ټاکنیزو ډلو اندېښنو او غوښتنو ته ځوابونه بلل شوي وو. د دغه کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ په دغه غونډه کې پر ټاکنیزو ډلو غږ وکړ، چې د پاتې اوو ولایتونو د رایو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 لیندۍ 1398
د ټاکنو کمېسیون مشورتي غونډه له کومې پایلې پرته پای ته ورسېده
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن د ټاکنیزو ډلو له استازو سره ګډه مشورتي غونډه جوړه کړه، چې د دې غونډې هدف د ټاکنیزو ډلو اندېښنو او غوښتنو ته ځوابونه بلل شوي وو.
د دغه کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ په دغه غونډه کې پر ټاکنیزو ډلو غږ وکړ، چې د پاتې اوو ولایتونو د رایو په بیا شمېرنه کې له دوی سره مرسته وکړي، څو ژر تر ژره د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
نوموړې ټاکنیزو ډلو ته ډاډ وکړ، چې کمېسیون ته یوازې بایو مټریک رایې د منلو وړ دي.
بلخوا، دغې غونډې ته د راغلو نوماندانو استازو د ټاکنو کمېسیون له لوري جوړه شوې مشورتي غونډه بې ګټې وبلله.
د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال اسدالله سعاتي د ټاکنیزو ډلو استازو ته د کم وخت ورکولو له کبله د ټاکنو پر کمېسیون نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه بحث کومه پایله نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون بیاځلي ټینګار کړی، چې کارونه یې قانوني دي، کمېسیون خپلواک دی او هېڅوک د دوی په چارو کې لاسووهنه نه شي کولی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA