ads

د امریکا او طالبانو په خبرو کې به پر اوربند او د تاوتریخوالي پر کمېدو هوکړه وشي

د امريکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو نوي پړاو که څه هم د خلکو ترمنځ هيلې پيدا کړې دي؛ خو د سياسي چارو شنونکو په وينا پر پخواني دريځ د طالبانو ټينګار بيا بل پيغام لېږدولی شي. د امريکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د نوي پړاو په دوام کې دغه مذاکرات د يکشنبې په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 لیندۍ 1398
د امریکا او طالبانو په خبرو کې به پر اوربند او د تاوتریخوالي پر کمېدو هوکړه وشي

د امريکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو نوي پړاو که څه هم د خلکو ترمنځ هيلې پيدا کړې دي؛ خو د سياسي چارو شنونکو په وينا پر پخواني دريځ د طالبانو ټينګار بيا بل پيغام لېږدولی شي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د نوي پړاو په دوام کې دغه مذاکرات د يکشنبې په ورځ له غرمې وروسته يوځل بيا پيل شول.
افغان حکومت تمه لري، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات بايد بين الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وياندې ناجيې انوري کليد ته وويل، په دغو مذاکراتوکې پر اوربند او د تاوتريخوالي پر کمېدو بايد هوکړې وشي.
په ورته وخت کې له افغان سولې باخبرې سرچينې هم په دې باور دي، چې داځل د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اجنډا بدله شوې او امريکا تر ټولو مخکې پر اوربند او بين الافغاني مذاکراتو ټینګار کړی دی.
سياسي شنونکي فيض ځلاند په همدې اړه کليد ته وويل، امريکا هڅه کوي، له طالبانو سره داسې سوله وکړي، چې نړيوالو متحدينو ته يې د منلو وړ وي.
خو بل پلو طالبانو ته نېږدې سرچينې بيا وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اجنډا بدله شوې نه ده او طالبان به له خپل پخواني دريځه په شا نه شي.
د طالبانو يو پخواني غړي سيد اکبر اغا کليد ته وويل، طالبان پر خپل پخواني دريځ ولاړ دي او لومړی له امريکا سره د شوې هوکړې پر لاسليک کولو ټینګار کوي.
په قطرکې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپل ټويت کې ليکلي، چې د مذاکرات نوی پړاو له هماغه ځايه پيل شوی، چې پخوا درېدلی و.
د پخواني جمهور رییس حامد کرزي په ګډون ډېری افغان مشرانو د دغو خبرو پیلېدو ته خوشبیني ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې دا ځل به د امریکا او طالب استازو تر منځ پیل شوې خبرې مثبته پایله ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA