د امریکا جمهور رییس د دغه هېواد په ټاکنو کې د کیم جونګ اون لاسوهنه له حقیقته لېرې بولي.
د امریکا جمهوري ډونالډټرمپ وایي، د متحده ایالاتونو د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون لاسووهنه ناشونې ده.
د نوموړي په وینا، که پیونګ یانګ کوم داسې دښمن عمل وکړي، له ناوړه پایلو سره به مخ شي.
ټرمپ دغه خبرې په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا د استازي د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې، چې ویلي یې و، له امریکا سره د شمالي کوریا د اټومي وسلو د له منځه وړلو مسله حل شوې ده.
ده تر دې وړاندې هم ویلي وو، که شمالي کوریا خپلو سرغړونو ته دوام ورکړي، پر وړاندې به یې نظامي اقدام وکړي.


