ads

د هلمند د سولې ولسي حرکت نن خپل موتریز کاروان پیل کړ

د هلمند د سولي ولسي حرکت د اوربند د خنډ لېرې کولو په هدف نن یکشنبه له مرکز لښکرګاه ښار څخه خپل موټریز کاروان پیل کړ. دغه اولسي حرکت دوه کاله وړاندې خپل حرکت له هلمنده په پښو پیل کړي و، چې ان پلازمېنه کابل ته ورسېدل دوي وایی، مخکي یې د اوربند په اړوند […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 لیندۍ 1398
د هلمند د سولې ولسي حرکت نن خپل موتریز کاروان پیل کړ

د هلمند د سولي ولسي حرکت د اوربند د خنډ لېرې کولو په هدف نن یکشنبه له مرکز لښکرګاه ښار څخه خپل موټریز کاروان پیل کړ.
دغه اولسي حرکت دوه کاله وړاندې خپل حرکت له هلمنده په پښو پیل کړي و، چې ان پلازمېنه کابل ته ورسېدل
دوي وایی، مخکي یې د اوربند په اړوند له دواړو ډلو سره خبرې کړې دي، خو دا چې دغه پروسه تر اوسه ځنډول شوې، په لامل یې خبر نه دي.
د دغه حرکت یو غړی نیکزاد وایي: «په دې خاطر یی له هلمند څخه د هېواد ټولو ولایتونو ته دا حرکت پیل کړ، ترڅو د اوربند لپاره لاره هواره شي.
ناصرخان ناصري، چې بیا د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی، هغه هم د دغه حرکت غړي شوی وایې، له طالبانو، حکومت او اولس څخه غواړي چې د اوربند پورته شوی غږ یې واوري.
د دغه کاروان ټول غړي د سولي او اوربند په خاطر راپورته شوي او وایي چي هره ورځ بې ګناه خلک وژل کېږي، چي مسولیت یی د طالبانو او امریکا پر غاړه دی.
د دوی په وینا، که خلک همداسې ویده پاتې شې، نو دوی به تل ترتله د جګړې په ډګر کې د نورو د ګټو قربانې وي.
دغه کاروان پر داسې حال بیرته خپل حرکت پیلوي چې تر دې وړاندې یې هم ورته حرکتونه کړي او په هېواد کې یې د اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA