د غزني ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په مركز كې د ماين چاودنې درېيو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، د جمعې په ورځ له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د سړك غاړې يو ماين، چې د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و، د غزني ښار په روضې سيمه كې د ملكيانو پر يوه موټر وچاودېد.
ده زياته كړه، په دې پېښه كې يو ملكي وګړى ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ځاى پر ځاى شوي ماينونه ډېرى وخت د ملكي مرګ ژوبلې سبب كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ