ads

پاكستاني او امريكايي چارواكي د افغانستان د سولې پر بهير وغږېدل

د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په اسلام اباد كې د امريكا له سفير پاول جونز سره پر افغان سولې بهير غږېدلى دى. د پاكستاني رسنيو د راپورونو پر بنسټ، دوى د تېرې ورځې ليدنې په مهال د سيمې تلپاتې سوله د افغانستان په ثبات پورې تړلې وبلله. قريشي همداراز د افغانستان […]

نویسنده: hewadpal
16 لیندۍ 1398
پاكستاني او امريكايي چارواكي د افغانستان د سولې پر بهير وغږېدل

د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په اسلام اباد كې د امريكا له سفير پاول جونز سره پر افغان سولې بهير غږېدلى دى.
د پاكستاني رسنيو د راپورونو پر بنسټ، دوى د تېرې ورځې ليدنې په مهال د سيمې تلپاتې سوله د افغانستان په ثبات پورې تړلې وبلله.
قريشي همداراز د افغانستان د سولې مذاكراتو د پيل لپاره د واشنګټن سوله ييزې هڅې وستايلې.
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې افغانستان ته د خپل ناڅاپي سفر په مهال وويل، كه طالبان وغواړي، دوى چمتو دي، چې د سولې خبرې ورسره بېرته پيل كړي.
تر دې وړاندې نوموړي ظاهراً په كابل ښار كې د يوه موټربم ځانمرګي بريد په غبرګون كې له طالبانو سره د سولې نهه پړاوه مذاكرات لغوه اعلان كړي وو.
د راپورونو له مخې، له څه مودې راهيسې د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكايي او طالب استازو ترمنځ د سولې غيرې رسمي خبرې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA