ads

د پوهنې وزارت: درې اعشاريه اووه ميليونه افغان ماشومان له زده كړې بې برخې دي

د پوهنې وزارت وايي، د هېواد په ښوونځيو كې نهه اعشاريه څلور ميليونه ماشومان شامل شوي، چې اووه اعشاريه درې ميليونه يې دايمي حاضري لري او پاتې نور يې غير حاضر شمېرل كېږي. د دغه وزارت وياندې نوريې نزهت نن كليد ته وويل، درې اعشاريه اووه ميليونه افغان ماشومان زده كړې ته لاسرسى نه لري، […]

نویسنده: hewadpal
16 لیندۍ 1398
د پوهنې وزارت: درې اعشاريه اووه ميليونه افغان ماشومان له زده كړې بې برخې دي
نوریه

د پوهنې وزارت وايي، د هېواد په ښوونځيو كې نهه اعشاريه څلور ميليونه ماشومان شامل شوي، چې اووه اعشاريه درې ميليونه يې دايمي حاضري لري او پاتې نور يې غير حاضر شمېرل كېږي.
د دغه وزارت وياندې نوريې نزهت نن كليد ته وويل، درې اعشاريه اووه ميليونه افغان ماشومان زده كړې ته لاسرسى نه لري، چې څه باندې ۶۰ فيصده يې نجونې دي.
د هغې په وينا، دوى د مرسته كوونكو هېوادونو او ادارو په همكارۍ هڅه كوي، چې له زده كړې پاتې افغان ماشومان هم په ښوونځيو كې داخل او له تعليمه برخمن كړي.
نزهت زياته كړه، تېر كال د يوه لاسليك شوي هوكړه ليك له مخې به په درېيو كلونو كې زده كړې ته د ۳۴ زره افغان ماشومانو د لاسرسي زمينه برابره شي.
بايد وويل شي، چې په هېواد كې د جگړې، بې وسۍ او بېوزلۍ له کبله ګڼې کورنۍ اړې شوي، چې د زده کړې پر ځاى په خپلو ماشومانو کار وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA