ads

جمهور رئيس غني د ناكامورا د كورنۍ له غړو سره وليدل

جمهور رئيس محمد اشرف غني د PMS په نوم د جاپانۍ خيريه موسسې د مشر ډاكټر تېتسو ناکامورا د وژنې عاملين د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ دښمنان بولي او وايي، د افغان امنيتي او دفاعي ځواكونو دنده ده، هغه افراد او عاملين وپېژني او ويې نيسي، چې د ناکامورا په ترور کې يې لاس […]

نویسنده: hewadpal
16 لیندۍ 1398
جمهور رئيس غني د ناكامورا د كورنۍ له غړو سره وليدل

جمهور رئيس محمد اشرف غني د PMS په نوم د جاپانۍ خيريه موسسې د مشر ډاكټر تېتسو ناکامورا د وژنې عاملين د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ دښمنان بولي او وايي، د افغان امنيتي او دفاعي ځواكونو دنده ده، هغه افراد او عاملين وپېژني او ويې نيسي، چې د ناکامورا په ترور کې يې لاس درلود.
هغه دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د ناكامورا له ښځې او لور سره د ليدنې په مهال وكړې او د افغانستان د حكومت او خلکو په استازيتوب يې د نوموړي کورنۍ‌، د جاپان حكومت او خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګيرنې مراتب څرګندکړل.
جمهور رئيس غني وويل، د ياد ډاكټر وژنه يوه فاجعه ده او ټول افغان ولس يې غمجن كړى دى.
د نوموړي په خبره، ناکامورا ستر او زيارکښ شخصيت و، چې په تېرو ۲۲ کلونو کې يې په خپلو ګټورو فعاليتونو د افغانستان د ختيځو ولايتونو د ځينو سيمو د خلکو ژوند بدل کړ.
دا ډاكټر او پنځه افغان همكاران يې تېره چهار شنبې د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې د وسله وال بريد په ترڅ كې ووژل شول.
ناكامورا د ښو خدمتونو له كبله افغانى افتخاري تابعيت هم ترلاسه كړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA