د ملي امنيت عمومي رياست په هلمند كې د ۱۱ وسله والو طالبانو د وژلو او نيولو ادعا كوي.
له ياد رياسته نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې ځانګړو ځواكونو يې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ كې د طالبانو د جنګي قوماندان ملا مير حمزه پر قرارګاوو عمليات ترسره كړل.
سرچينه وايي، په دغو عملياتو كې شپږ طالبان ووژل شول او د دوو پاكستاني وګړو په ګډون پنځه تنه نور ونيول شول.
د خبرپاڼې له مخې، عمليات كوونكو ځواكونو د طالبانو دوه قرارګاوې په بشپړه توګه له منځه يووړې او يوه اندازه مهمات يې هم ترلاسه كړل.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه تبصره نه ده كړې.