د پکتيا د زرمت ولسوالۍ په كلالګو او هزارخېلو سيمو كې د ګډو امنيتي ځواکونو په دوو هوايي بريدونو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د جمعې په ماښام د کلالګو په سيمه کې د دښمن پر يوه موټر هوايي بريد وشو، چې له كبله يې څلور طالبان ووژل شول.
د سرچينې په خبره، همدارنګه د هزارخېلو په سيمه کې د ګډو امنيتي سرتېرو په هوايي بريد کې دوه طالب جنګيالي له يوه موټر سايکل سره يو ځاى له منځه يووړل شول.
په خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د يادو هوايي بريدونو په ترڅ كې له طالبانو پرته بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.


