ads

د ناكامورا مړى له افغانستانه جاپان ته ولېږدول شو

د PMS په نوم د جاپانۍ خيريه موسسې د مشر ډاكټر تېتسو ناكامورا مړى نن په ځانګړو مراسمو سره له افغانستانه جاپان ته ولېږدول شو. جمهور رئيس محمد اشرف غني په دې مراسمو كې وويل، د ناكامورا ټولې نيمګړې پروژې به بشپړې او د هغه په نوم ونومول شي. د نوموړي په وينا، ياد ډاكټر […]

نویسنده: hewadpal
16 لیندۍ 1398
د ناكامورا مړى له افغانستانه جاپان ته ولېږدول شو

د PMS په نوم د جاپانۍ خيريه موسسې د مشر ډاكټر تېتسو ناكامورا مړى نن په ځانګړو مراسمو سره له افغانستانه جاپان ته ولېږدول شو.
جمهور رئيس محمد اشرف غني په دې مراسمو كې وويل، د ناكامورا ټولې نيمګړې پروژې به بشپړې او د هغه په نوم ونومول شي.
د نوموړي په وينا، ياد ډاكټر خپل ټول ژوند د افغان ولس ښېګڼې، د محرومو اقشارو قوي کولو او د افغانستان ابادولو ته وقف کړی و.
جمهور رئيس غني زياته كړه، افغان ځواكونه به د ناكامورا د ترور عاملين پيدا كړي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري.
د PMS په نوم د جاپانۍ خيريه موسسې مشر ډاكټر تېتسو ناكامورا او پنځه افغان همكاران يې تېره چهار شنبې د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې د وسله وال بريد په ترڅ كې ووژل شول.
دغه ډاكټر د ښو خدمتونو له كبله افغانى افتخاري تابعيت هم ترلاسه كړى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA