امريكا د عراقي ملېشو پر درېيو مشرانو، چې ويل كېږي له ايران سره نېږدې اړيكې لري، بنديزونه ولګول.
پر دوى بنديزونه د وروستيو اعتراضونو په ظالمانه ځپنه كې د همكارۍ د ادعا له كبله لګول شوي دي.
دا بنديزونه په داسې حال كې اعلانېږي، چې د عراق په پايتخت بغداد كې په تازه تاوتريخوالي كې ۱۲ نور كسان وژل شوي دي.
د تېرې اكټوبر مياشتې له لومړۍ نېټې راهيسې په عراق كې د فساد، بې كارۍ او نورو ټولنيزو ستونزو د زياتوالي په وړاندې لاريونونه پيل شوي، چې په ترڅ كې يې ګڼ شمېر كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


