په كندوز كې د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په مهال دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د كورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې تېره شپه د كندوز په امام صاحب ولسوالۍ كې د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته وشوه.
د سرچينې په وينا، په دې نښته كې ۱۱ طالبان او نهه پوليس ووژل شول او ۱۲ طالبان ټپيان شول.
وسله والو طالبانو بيا د كندوز په امام صاحب ولسوالۍ كې د دوو قوماندانانو په ګډون د ۱۴ پوليسو د وژلو، د څلورو د ټپي كولو او د يوه قوماندان په ګډون د درېيو نورو د نيولو ادعا كړې ده.